Home » سیمه او نړی » ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ که بغداد کې امریکایان زیانمن شول مسوول یې تاسې یئ
رویداد خبري آژانس

ایران ته د ټرمپ خبرداری؛ که بغداد کې امریکایان زیانمن شول مسوول یې تاسې یئ

ډونالډ ټرمپ ایران ته تازه خبرداری ورکړی دی، که بغداد کې امریکایان زیانمن شي مسوول به یې ایران وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغندیز برید مسوول ایران دی.

د نوموړي په وینا ایران ته یوه دوستانه مشوره ورکوي او هغه دا چې له داسې خطرناکو اقداماتو لاس واخلي.

د ټرمپ په خبره که په دې بریدونو کې یو امریکايي کارکوونکی زیانمن شي نو مسوول به یې ایران وي چې دغه هېواد ته به بدې پایلې ولري.

تېره یکشنبه په بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغندیو برید وشو چې د معلوماتو له مخې تلفات یې نه لرل خو امریکا یې د ایران پر وړاندې غوسه کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...