Home » سیمه او نړی » ایراني چارواکو پرون یو بلوڅ وګړی اعدام کړ
رویداد خبري آژانس

ایراني چارواکو پرون یو بلوڅ وګړی اعدام کړ

ایراني چارواکو پرون شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) یو بلوڅ وګړی چې د ایران د امنیتي ځواکونو په وژنه محکوم شوی و، اعدام کړ.

دا اعدام په داسې حال کې عملي شو چې ملګرو ملتونو د دې او نورو اعدامونو د بندولو غوښتنه کړې وه.

د ایران د قضایيه قوې رسمي وېب سایټ راپور ورکړی چې جاوېد دهقان په سیستان بلوچستان ولایت کې، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د دوو غړو د پنځو کلونو مخکې د وژنې په تور اعدام شو.

په وېب سایټ کې اعدام شوی کس د جېش العدل په نوم د یوې سُني افراطي ډلې رهبر بلل شوی دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د جمعې په ورځ له ایرانه غوښتنه کړې وه چې د دهقان د قریب الوقوع اعدام مخه ونیسي او د مرګ د نورو سزاګانو قضیې د بشري حقونو له قوانینو سره سمې وارزوي.

په جنیوا کې دېره دغې کمېشنرۍ ویلي، دوی د ډسمبر له نیمايي په ایران کې لږ تر لږه د ۲۸ اعدامونو لړۍ غندي چې په اعدام شوېو کې د اقلیت ډلو غړي هم شامل وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

زیلینسکي: روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه، بلکې د جنګ اوږدولو لپاره د بهانو په لټه کې ده

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ...