Home » سیمه او نړی » انتوني بلېنکن: ملګري ملتونه دې سوریې سره د بشري مرستو مسئله نه سیاسي کوي
رویداد خبري آژانس
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر،انتوني بلینکن

انتوني بلېنکن: ملګري ملتونه دې سوریې سره د بشري مرستو مسئله نه سیاسي کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ملګرو ملتونو غوښتي دي چې له سوریې سره د بشري مرستو مسئله دې نه سیاسي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون دوشنبې په ورځ (د وري ۹مه) امنیت شورا ته د وینا پر مهال وویل چې له جګړه ځپلې سوریې سره د بشري مرستو لپاره باید د دې هېواد نور سرحدونه پرانېستل شي، څو نژدې دیارلس نیم میلیونه بې وزلو وګړو ته خواړه او نور د اړتیا وړ شیان ورسېږي.

ښاغلي بلېنکن همدا راز روسیې او د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته چې د مسکو نژدې متحد دی د اشارې په ترڅ کې وویل، امنیت شورا باید په سوریه کې په حملو کې له ښکېلېدو او د دې هېواد یوازینې پرانېستې مجاز سرحد ته نژدې پر روغتونونو بمبارۍ ته د پلمو له جوړولو ډډه وکړي.

متحد ایالات په روانه میاشت کې د امنیت شورا دوره یي مشري کوي او د پرونۍ غونډې مشري یې ښاغلي بلېنکن وکړه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...