Home » سیمه او نړی » امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیون او ۶۰۰زره اوښتی
رویداد خبري آژانس

امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیون او ۶۰۰زره اوښتی

امریکا کې؛پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیون او ۶۰۰ زره اوښتی

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیون او ۶۰۰ زره اوښتی دی.

یاد سازمان وایي، تر اوسه په دغه هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷ میلیون او ۶۰۰زره او ۸۴۶ ته رسېدلی دی.

راپور کاږي چې په امریکا کې تر اوسه له یادې ناروغۍ ۲۱۴ زره او ۲۷۷ کسان مړه شوي او څلور میلیون او ۸۰۰ زره او ۵۰۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د یادونې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د یاد هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر کرونا ویروس تر اخته کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...