Home » سیمه او نړی » امریکا کې د الوتکې د غورځېدو پېښه کې پنځه کسان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

امریکا کې د الوتکې د غورځېدو پېښه کې پنځه کسان وژل شوي

د امریکا د الاسکا په ایالت کې چارواکي وایي یو هلیکوپتر چې د سکي د لوبې لپاره یې دې ایالت ته یوه ډله کسان لېږدول سقوط کړی.

په پیښه کې د الوتکې پیلوټ اوڅلور نور کسان مړه شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د چک جمهوریت میلیاردر پیټر کیلنر هم شامل دی. هغه د چک جمهوریت تر ټولو شتمن کس بلل کېده.

ښاغلي کیلنر د مالي چارو او ټکنالوژۍ شرکت درلود. د هغه شرکت پرون دوشنبې په ورځ (د وري ۹ مه نېټه) په یوې اعلامیې کې د هغه مرګ تائید کړی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلی کیلنر د شنبې په ورځ د امریکا د الاسکا په ایالت کې کې د هلیکوپتر د لویدو په پیښه کې وژل شوی.

په پیښه کې یو تن ټپي شوی هم دی چې اوس مهال یې په روغتون کې درملنه کیږي.

د امریکا د ترانسپورت د خوندیتوب ملي بورډ ویلي چې د الوتکې د لویدو په هکله تحقیقات کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

زیلینسکي: روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه، بلکې د جنګ اوږدولو لپاره د بهانو په لټه کې ده

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ...