Home » افغانستان » امریکا: له افغان ځواکونو زموږ ملاتړ دوامداره دی
رویداد خبري آژانس

امریکا: له افغان ځواکونو زموږ ملاتړ دوامداره دی

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان وایي له افغان ځواکونو به ددوی ملاتړ دوام کوي.

جنرال سکاټ مېلر کندهار ته تر یوه سفر وروسته په یوه ویډيوي پیغام کې ویلي چې ددغه ولایت امنیتي وضعیت یې له نږدې ارزولی دی.

میلر وایي له افغان ځواکونو د ناټو او امریکا ملاتړ دوام کوي او په وینا یې دوی هڅه کوي د امنیت په تامین کې همکارۍ ډېرې کړي.

سکاټ مېلر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په هېواد کې جګړې شدیدې شوې دي او ملکي تلفات هم لوړ شوي دي.

بلخوا داسې راپورونه خپرېږي چې په وروستیو کې بهرني ځواکونه هم په ځینو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره برخه اخلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...