Home » افغانستان » امریکا: له افغانستان د سرتېرو د وتلو بهیر پنځوس سلنه بشپړ شوی
رویداد خبري آژانس

امریکا: له افغانستان د سرتېرو د وتلو بهیر پنځوس سلنه بشپړ شوی

امریکا وایي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو بهیر پر مخ روان دی او دوی بریالي شوي چې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ کړي.

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ تازه رسنیو ته ویلي چې دمګړی سلګونه عسکر او نظامي تجهیزات له افغانستان ایستل شوي دي او ددوی د اټکل له مخې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ شوی، په دې توګه نو دوی تر ټاکلې نېټې خپل ټول سرتېري له افغانستان ایستلی شي.

د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ یو ځل بیا ویلي چې دوی له افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوي، د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي او پر طالبانو او افغان حکومت یې غږ کړی چې د سولې مذاکرات بیا ځلې پيل کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...