Home » اقتصادی » امریکا د ایران، چین او اماراتو پر یوه شمېر شرکتونو نوي بندیزونه لګولي
رویداد خبري آژانس

امریکا د ایران، چین او اماراتو پر یوه شمېر شرکتونو نوي بندیزونه لګولي

د امریکا متحده ایالتونو د ایران، چین او متحده عرب اماراتو پر ځینو شرکتونو نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکايي چارواکو په خبره یاد شرکتونه د ایران د کښتۍ چلوونې له شرکت سره د اوسپنې سوداګري لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، واشنګټن پر ۷ شرکتونو او دوو کسانو چې په ایران کې د اوسپنې د خرڅلاو په تړاو د امریکا بندیزونه له پامه غورځولي وو، په نوېو بندیزونو کې شامل کړي.

امریکا داسې وخت له ایران سره د کاراوبار په تړاو په ځینو شرکتونو بندیز لګولی چې تمه ده د جنورۍ په شلمه منتخب ولسمشر جوبایډن لوړه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...