د امریکا مشرانو جرګه کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح دریمه ورځ د هغو ډیموکراټ استازو په جمع بندۍ پای ته ورسېده چې دې استیضاح کې یې د څارنوالانو رول درلود.
دوی خبرداری ور کړ، که ټرمپ د جنورۍ پر ۶ پر کانګرس د برید له امله محکوم نه شي، د ۲۰۲۴ کال له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته به هم د نوماندۍ چانس ولري او که ماتې وخوري بیا به خپل پلویان پر کانګرس “بلوا” ته وهڅوي.
د امریکا پخوانی ولسمشر تورن دی چې د تېر نومبر ټاکنو کې د درغلیو ادعا او له سند وړاندې کولو پرته پر دغه ادعا په ټینګار سره یې خپل ملاتړي مختلفو ایالتونو کې د ټاکنو پر چارواکو، د کانګرس پر غړو او ان خپل مرستیال مایک پېنس پرضد وپارول.