د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستال امرالله صالح وايي، په کابل کې د ټولو دیني مدرسو څخه یې غوښتي چې خپل استادان او زده کوونکي بایومیټریک کړي.
نوموړي ویلي چې په کابل ښار کې ۳۶۰ او ولسوالیو کې ۱۳۰دیني مدرسې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړې چې د وګړو احوال نفوس له ملي ادارې څخه یې غوښتي چې دغه کار ته لومړیتوب ورکړي. او ټينګار یې کړی چې له مدرسو باید سو استفاده ونشي.