د ولسمشرغني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امنیتي ځواکونو په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو د استازي شاپور حسنزوی درې ساتونکي چې یو پولیس یې هم ډبولی و له لس میلیونه او سل زره افغانیو سره نیولي دی.
امرالله صالح پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:” امنیتي ځواکونو په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو د استازي شاپور حسنزوی درې ساتونکي چې د یو پولیس د ډبولو په، د غیري قانوني سلاح په لرلو په جرم په داسې حال کې چې لس میلیونه او سل زره افغانۍ هم ورسره نیول شوې نیولي دي.”
نوموړي ویلي، یاد کسان یې لویې څارنوالۍ ته معرفي کړې او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې د چا تر اغېز لاندې را نشي او هغوی ته سزا وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو د ستازي شاپور حسنزي ساتونکي کابل ښار کې یو پولیس ډبولی و، د هغوی د کار د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی وو.