Home » افغانستان » افغان ځواکونو بهسودو کې پر ۲۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي
رویداد خبري آژانس

افغان ځواکونو بهسودو کې پر ۲۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې افغان ځواکونو يې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې پر ۲۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي.

د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د اړمنو کورنیو لپاره د ملي اردو د مرستو په دوام، نن یکشنبه (د وري ۸مه) هم پر ۲۵۰ اړمنو کورنیو د خوړو توکو مواد وویشل شول.

وروسته تر هغه چې د عليپور غیري مسووله وسله‌والو په بهسودو کې د افغان پوځ چورلکه وویشته، په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو او علیپور ترمنځ نښتې پیل شوې چې له کبله یې ډېری کسان بې کوره او له خپلې سیمې د تېښتې په حال کې شول.

دغه راز په بهسودو کې بازارونه او دوکانونه بند شول چې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...