Home » افغانستان » افغان ولسمشر کویټ او قطر ته لاړ
رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر کویټ او قطر ته لاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه د اکټوبر۵ (تلې ۱۴) د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کویټ او بیا د قطر په لور روان شو.

ولسمشر غني به د دغه سفر په مهال یوه لنډه دمه په کویټ کې ولري او هلته به د کویټ د مرحوم پخواني پادشاه شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي.

ولسمشر غني به له کویټ نه قطر ته لاړ شي او هلته به د دوه ورځني سفر په مهال د قطر له امیر، صدراعظم او نورو قطر چارواکو سره د کتنې ترڅنګ د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي او د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره هم وګوري.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د یاد سفر په اړه پر خپل ټویټر لیکلي.

رویداد خبري آژانس

قطر ته د سفر په دوهمه ورځ به ولسمشر غني د قطر له امیر شیخ تمیم حمد بن ال ثاني سره د پلاوو او یو په یو ناسته هم ولري.

ولسمشر غني پداسې حال کې قطر ته سفر کوي چې د افغان دولت او د طالبانو د مذاکراتي پلاوو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې روانې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...