Home » افغانستان » افغان ولسمشر د امریکا دفاع وزیر کریسټوفر میلر سره خبرې کړي
رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر د امریکا دفاع وزیر کریسټوفر میلر سره خبرې کړي

ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د امریکا د ملي دفاع له نوي سرپرست وزیر کریسټوفر میلر سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دې ټليفوني خبرو کې چې د امريکا متحدو ايالتونو لوی درستيز جنرال ميلي هم حضور درلود، دواړو لوريو د افغانستان د اسلامي جمهوريت او امريکا متحدو ايالتونو ترمنځ پر اړيکو خبرې وکړې او د امريکا د دفاع وزارت سرپرست د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ پر دوامداره کيفيت ټينګار وکړ او د سولې پروسې په اړه هم بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا غواړي له افغانستان خپل سرتېري ژر تر ژره باسي، د امریکا د دفاع وزارت وایي، تر راتلونکي جنوري میاشتې پورې به له افغانستان دوه نیم زره امریکایي سرتېري وباسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...