سبا یکشنبه (د سلواغې۵ مه) د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ د ملي تیمونو دوهمه یوه ورځنۍ لوبه ترسره کېږي.
د افغانستان په کوربه توب د افغان کرکټ ملي لوبډله د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې سره درې نړیوالې لوبې ترسره کوي.
لومړی سیالی د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوه چې په کې افغانستان د ۱۶ منډو په توپیر ایرلېنډ ته ماته ورکړه.سبا به دویمه لوبه د اماراتو په شیخ زاید سټډیوم کې وشي.
د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ دا لوبې د ۲۰۲۳ میلادي کال د نړیوال جام سوپرلیګ په لوبو کې راځي چې هره بریا یې لس نومرې ورکوي.
د سوپرلیګ له ۱۳ ټیمونو د سر ۷ راساً نړیوال جام ته وتلی شي.