Home » سپورټ » افغان لوبغاړی اسلام‌الدین امیري له یو هندي کلب سره یو ځای شو ‌
رویداد خبري آژانس

افغان لوبغاړی اسلام‌الدین امیري له یو هندي کلب سره یو ځای شو ‌

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی اسلام‌الدین امیري د هند فوټبال لیګ کې د ریال کشمیر له لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

ښاغلي امیري تېره ورځ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د یو کال لپاره یې د ریال کشمیر لوبډلې سره قرارداد کړی دی.

هغه زیاته کړه، دی له تېرو لسو کالو راهیسي په هند کې د دغه هېواد په فوټبال لیګ کې لوبېږي او په خبره یې له تېر یو کال راهیسي یې له ریال کشمیر لوبډلې سره لوبې کړې دي چې اوس یې په رسمي ډول ورسره قرارداد وکړ.

هغه وایي، له دې یې هدف دا دی چې له ورزش فوټبال وروسته پاته نه شي او د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره خپل ځان اماده کړي.

هغه وایي، د راتلونکې کال په مارچ میاشت کې د افغانستان ملي لوبډله له بنګلدېش، عمان او نورو هېوادونو سره لوبې لري، د ده په خبره په دې کلب کې به لوبه کول دی دې ته اماده کړي چې د افغانستان په لوبډله کې ښه ولوبېږي او له هېواده ښه استازیتوب وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...