Home » سپورټ » افغان لوبغاړو خپل روسي سیالان مات کړل
رویداد خبري آژانس

افغان لوبغاړو خپل روسي سیالان مات کړل

آزادو رزمي سیالیو دوو افغان لوبغاړو عبدالسمیع فیضي او واحد نژند تېره شپه په مسکو کې خپل رسي سیالان مات کړل.

د دوی لوبې د اې ام سي فایټ نایټ (AMC Fight Night) سازمان له‌خوا ترسره شوې.

سمېع فیضي په ۷۷ کیلو وزن کې خپل روسی سیال سرګي دینیسوف په درېیو رونډونو کې د نمرو په توپیر مات کړ.

هغه تر بریا وروسته وویل: “قدرمنو هېوادوالو! خپله بریا د افغانستان ټول مظلوم ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د نژند صاحب (واحد نژند) د بریا مبارکي هم وایم. زموږ د بریا جشن ونیسئ. نن یوه پښتون او یوه تاجک فایټر د افغانستان د ۳۶ ملیونه نفوس استازیتوب وکړ.”

واحد نژند هم چې په ۷۵ کیلو ګرام وزن کې لوبېده خپل روسی سیال پاول اردیشیف په درېیو رونډونو کې د نمرو په توپیر وګاټه

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...