Home » افغانستان » افغان سوله؛ زلمی خلیلزاد د مسکو ناسته کې ګډون کوي
رویداد خبري آژانس
افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

افغان سوله؛ زلمی خلیلزاد د مسکو ناسته کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د بحث لپاره د مسکو په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې جالینا پورتر پرون شپه په یوه خبري غونډه کې د مسکو په کنفرانس کې د خلیلزاد د ګډون خبر ورکړ.

نوموړې وویل، د مسکو غونډه د هغو نړیوالو هڅو تکمیلوونکې ده چې د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ برخه کې کار کوي او ښيي چې نړیواله ټولنه دې برخه کې تر دې دمه د شوي پرمختګ په برخه کې اندېښمن دي.

د مسکو په غونډه کې د خلیلزاد د ګډون پلان ښيي چې امریکا او روسیه چې دواړه په افغانستان کې د یوه مؤقت حکومت جوړېدل غواړي په نورو برخو کې له ژور اختلاف سره سره ښايي په افغانستان کې د سولې په برخه کې په ګډه کار وکړي.

افغان حکومت او طالبانو هم په دې غونډه کې د ګډون پرېکړه کړې.

د دولتي پلاوي مشري به د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوي مشري به په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...