Home » افغانستان » افغان سوله؛ د ترکیې غونډه د اپرېل پر ۲۴مه پیلېږي
رویداد خبري آژانس

افغان سوله؛ د ترکیې غونډه د اپرېل پر ۲۴مه پیلېږي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د استانبول کنفرانس به اپرېل میاشتې پر ۲۴مه پیل شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې (د وري ۲۴مه) په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دغه کنفرانس به د مې میاشتې تر څلورمې نېټې دوام وکړي.

دغه وزارت ویلي دي چې د افغانستان د سولې په اړوند د استانبول د کنفرانس هدف په دوحه کې د روانو بین الافغاني مذاکراتو چټکیدل او مکمل کیدل دي.

خو طالبان وايي، ترڅو بهرني ځواکونه له هېواده نه وي وتلي، په هېڅ کنفرانس کې ګډون نه کوي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر جو بايډن پرېکړه کړې چې خپل ټول ځواکونه د ۲۰۲۱م کال تر سپټمبر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستانه وباسي، هغه څه چې د دوحې تړون نقض ګڼل کېږي.

له دې سره جوخت، د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد تېره شپه له شمشاد نیوز سره خبرو کې وویل چې دوی په هېڅ صورت چمتو نه دي چې له مې مياشتې وروسته د بهرني ځواکونه پر شتون هوکړه وکړي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو خبر څخه يوازې شااوخوا څلور ساعته وروسته په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټوېټر ولیکل، ‏تر هغې چې ټول بهرني ځواکونه له هېواد څخه نه وي وتلي، طالبان په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پريکړه په کې کېږي.

محمد نعیم زياتوي چې دوی “د اسلام د مقدس دين له مخې خپل کارونه په مشورو سره‌ کوي، د مشورو په نتيجه کې چې کومه پريکړه وشي د هغې له مخې تصميم نيسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...