روغتیا وزارت:هېواد کې د کرونا ۸۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۸۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۸۴۷ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کووید ۱۹ اخته لس تنه مړه شوي او ۲۶۰ نور بیا بېرته رغېدلي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۱۵۸ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۱ زره او ۱۲ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده چې تر اوسه د کرونا وبا اووه زره او ۹۵۰ مثبتې پېښې فعالې دي.