Home » افغانستان » افغانستان کې ۲۳۲ کسان په کرونا وبا اخته شوي
رویداد خبري آژانس

افغانستان کې ۲۳۲ کسان په کرونا وبا اخته شوي

روغتیا وزارت وایي، په افغانستان کې د کرونا وبا ۲۳۲ نورې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې۲۳۲ کسان په کرونا وېروس اخته شوي او ۱۵ تنه ترې مړه شوي دي.

‎یاد وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ کسان له کرونا بېرته رغېدلي دي چې په دې سره له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلو کسانو شمېر۳۸ زره ۶۸۶ ته رسېدلي دي.

‎د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې ۵۰ زره او ۲۰۲کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې دوه زره  ۱۷ مړه شوي دي.

‎دغه راز د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په ټول هېواد کې ۸ زره او ۸۴۸ فعاله مثبتې پېښې شته.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...