Home » افغانستان » افغانستان کې پر امریکایي سرتیرو د کووید-۱۹ واکسینو وېش پیل شوی
رویداد خبري آژانس

افغانستان کې پر امریکایي سرتیرو د کووید-۱۹ واکسینو وېش پیل شوی

امریکا په افغانستان کې خپلو مېشتو سرتېرو ته د کووید-۱۹ واکسین وېش پیل کړی دی.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د روانې میلادي میاشتې په اوولسمه نېټه د کرونا واکسین په افغانستان کې مېشتو امریکایي پوځیانو ته رسول شوي او اوس یې وېش پيل شوی دی.

سرچینې ویلي په لومړي سر کې به هغه سرتېرو ته واکسین ورکړل شي چې له کرونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او تر هغه وروسته به ټول پرسونل او قرار دادیانو ته دغه واکسین ووېشي.

امریکایي رسنیو دا نه دي ویلي چې په افغانستان کې یې څومره سرتېري په کرونا اخته دي او څومره تر رغېدلي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...