د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله څلور کسان مړه او ۶۲ نور پرې اخته شوي دي.
دغه وزارت وایي، دا څلور کسان په کاپیسا، لوګر او فراه کې مړه شوي.
چارواکو په افغانستان کې د دې وایروس د بدلې بڼې خبرداری ورکړی او د چټک خپرېدو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د چارواکو په خبره، چې د عامې روغتیا وزارت په کوویډ-۱۹ د اخته او ترې د مړو کسانو یوازې هغه شمېرې خپروي، چې روغتیایي مرکزونو ته ځي.
په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس ۵۶زره ۳۸۴ رسمي پېښې ثبت شوې او د کووېډ- ۱۹ له امله د مړو شویو شمېر ۲ زره ۴۷۶ کسانو ته رسېږي.