Home » افغانستان » اسلام اباد:افغانستان کې امن یوازې د خبرو لارې راتلي شي
رویداد خبري آژانس

اسلام اباد:افغانستان کې امن یوازې د خبرو لارې راتلي شي

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې امن او‌ سوله یوازې د خبرو له لارې راتلی شي او د سولې د روانې پروسې په بریالیتوب د سرته رسولو لپاره د ټولو لورو سره خبرې اترې اړینې دي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي پاکستان په سیمه کې د امن او ثبات پلوی دی او غواړي چې د ټولو ستونزو هواری باید د خبرو له لارې ولټول شي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دافغانانو ترمنځ قطر کې د سولې روانې خبرې یو ښه پرمختګ دی او پاکستان په دې برخه کې خپله مرسته نه ده سپمولې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان او افغان مرکچي پلاوی د تېرې میاشتې راهیسې په قطر کې د سولې خپلمنځي خبرو ته ناست دي خو دواړه خواوې لا د خبرو لپاره په اجنډا او اصولو توافق ته نه دي رسېدلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...