د افغانستان پخوانی کرکټر او د کرکټ بورډ پخوانی سرپرست اجراییوي رییس اسد الله خان د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې د دکن ګلیډیټر لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د ډکن ګلیډیټیر په لوبډله کې د شهزاد او ظاهر خان په ګډون د نړۍ ځینې خورا مشهور لوبغاړي لوبیږي.
د ټي ۱۰ لیګ سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي، چې ډېر شمېر افغان لوبغاړي هم پکې لوبېږي.
د یادولو وړ ده چې اسدالله خان څه موده وړاندې په کاناډا کې هم د یو ځایي کلب سره د لنډ مهال لپاره د روزونکې دنده ترسره کړه.
نوموړی د افغانستان یوازینی کرکټ ویډیويي انالیسټ هم دی، همدا راز روزونکی دی او له نړیوالو سره د کرکټ په ژبه او د کرکټ په سیاست پوهېږي.
نوموړی دغه راز د تاجیکستان د کرکټ فدراسیون مشر هم پاتې شوی او هلته يې هم د کرکټ لپاره ډېر کار کړی دی.
هغه د لږ وخت لپاره د کرکټ بورډ اجراییوي رییس ټاکل شوی او بیا لیرې کړل شو، چې له هغه وروسته يې په کرکټ بورډ کې هم دنده نه ده ترسره کړې.