Home » افغانستان » اروپایي ټولنه: افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو
رویداد خبري آژانس

اروپایي ټولنه: افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو

اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د اروپایي ټولنې استازي ارنولډ پاولز د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره پرون سې شنبې په ورځ (د وري۱۷مه نېټه) په لیدنه کې ویلي چې اروپایي ټولنه به په افغانستان کې د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګښت برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو دغه راز د سولې پر پروسې، د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو پر ساتلو او د سولې برخه کې پر راتلونکو ګامونو خبرې اترې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکی کنفرانس مهم بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دا ناسته به د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کولو برخه کې هم رول لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...