اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او خبریالانو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې پر وروستي راپور د غبرګون تر څنګ ویلي چې افغان حکومت په افغانستان کې د خبریالانو او بیان ازادۍ په ساتلو مکلف دی.
اروپايي ټولنې ویلي چې دوی له افغان خبریالانو سره همکار دي او د بیان ازادي باید د یوه مهم اصل په توګه وساتل شي.
سرچینه همدا راز په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیزو فعالینو وروستي هدفي بریدونه هم غندي او پر حکومت غږ کوي چې ژر تر ژره ددغو پېښو عاملین ونیسي او د خبریالانو د امنیت د تامین لپاره اړین ګامونه اوچت کړي.
د خبریالانو د خوندیتوب یوې کمېټې په افغانستان کې ۲۰۲۰ز کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال بللی و او د خبریالانو پر وړاندې یې وروستي ګواښونه د اندېښنې وړ بللي دي.