اروپایي ټولنې له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په هدف د نږدې درېیو میلیونو یورو مرسته اعلان کړه.
په کابل کې د اروپایي ټولنې د استازولۍ دفتر نن سې شنبه (د وري ۱۷مه نېټه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا ۲ میلیون او نهه لکه یورو مرسته د پورونو د کمېدو په هدف شوي، څو د پایداره پرمختګ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان لاس نیوی وشي.
د اروپايي ټولنې د استازولۍ د شارژدافیر ارنوټ پاوېلس په حواله راغلي، نننۍ مرسته د افغانستان لپاره یو ښه زیری دی ځکه د کرونا ویروس ناورین په منځ کې به د ټولنیزو، روغتیايي او اقتصادي لګښتونو د پوره کولو په برخه کې اغېزمنه تمامه شي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي کرونا ویروس د نړۍ ګڼ هېوادونه چې افغانستان هم په کې شامل دی پوروړي کړي دي.
د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي سره له دې چې افغانستان ډېر پوروړی نه دی، خو د کرونا له امله مخ په ځوړ عواید د زیانمنتیا کچه پورته وړې ده.
د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې همدا راز د هغو ۱۴۷ میلیونو یورو مرستې یادونه هم شوې چې د دې ټولنې له خوا د کرونا وبا د اقتصادي زیانونو د کنټرول لپاره افغانستان ته ورکړل شوي دي.