اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې وسله وال طالبان د وروستیو هدفي بریدونو او تاوتریخوالي مسوول دي.
د اروپايي ټولنې په دغه ګډه خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو ورانېدل، تاوتریخوالی، د ملکي وګړو وژل کېدل او هدفي بریدونه په کلکو ټکو غندل شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې او ناټو تر څنګ د اسټرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، آلمان، هالنډ، اسپانیا، سویډن، برېټانیا، ایټالیا او متحده ایالاتو په ګډه د طالبانو له لوري وروستي هدفي بریدونه او د تاوتریخوالي ډېروالی غندل شوی دی او له دغه ډلې غوښتل شوي چې له ورانکاره فعالیتونو لاس واخلي.
اروپايي ټولنې ویلي چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې په عام المنفعه تاسیساتو او ټولګټو پروژو میلیاردونه ډالر لګولي دي او د طالبانو له لوري ورانول یې د نه منلو وړ عمل دی.
اروپايي ټولنې له افغان حکومت هم غوښتي چې د تاوتریخوالي، هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو وروستۍ پېښې دې په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او لا ډېر وضاحت یې دې په اړه رامنځ ته شي.