Home » اقتصادی » ارغندیوال:که مو رایه راکړه تر۲۰۲۵کال پورې د هېواد ملي عواید تر ۴۰۰ میلیارده افغانیو رسوم
رویداد خبري آژانس

ارغندیوال:که مو رایه راکړه تر۲۰۲۵کال پورې د هېواد ملي عواید تر ۴۰۰ میلیارده افغانیو رسوم

د مالیي وزارت لپاره نوماند وزیرعبدالهادي ارغندیوال وایي که د ولسي جرګې وکیلانو رایه ورکړه، نو ملي عواید تر ۴۰۰ میلیارده افغانیو ورسوي.

د افغانستان د مالیې وزارت لپاره نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال نن دوشنبه د نومبر ۱۶(لړم۲۶) د ولسي جرګې په غونډه کې د باور رایې اخیستو په موخه وکیلانو ته خپل پلانونه تشریح کول وویل،دوی له فساد سره جدي مبارزه پیل کړې ده چې له امله به یې د افغانستان ملي عواید ډېر شي.

نوموړي وویل:” په افغانستان کې د مالي بسیاینې او اقتصادي ودې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ فساد دی او دغه وزارت د فساد پر وړاندې جدي او هر اړخیزه مبارزه پيل کړې ده.”

هغه وویل چې همدا اوس یې د فساد ضد جګړه روانه کړې ده او په دې برخه کې د حکومت او پارلمان ملاتړ غواړي.

ارغندیوال دغه راز ولسې جرګې ته وویل:” که مو رایه راکړه، تر ۲۰۲۵ ز کال پورې د هېواد ملي عواید تر ۴۰۰ میلیارده افغانیو پورې به ورسوم.”

ارغندیوال دغه راز ژمنه کړې ده چې په مالیې وزارت کې به پراخ اصلاحات او بدلونونه راولي او ستره موخه به یې دا وي چې په دغه وزارت کې دندې او کارونه وړ او مسلکي کسانو ته ورسېږي څو دغه مهم وزارت پیاوړی او د ډاډ وړ شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...