Home » اقتصادی » ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو ۵۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
رویداد خبري آژانس

ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو ۵۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ارزګان ولایت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کرنیزو محصولاتو ۵۷ بېلابېلو کرنیزو پروژو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ارزګان د کرنې ریاست رییس احمدشاه خیري وایي، چې د روان کال په ترڅ کې ددې ولایت د کروندګرو او بڼوالو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو لپاره ۷۲ پروژې پلي شوي دي، چې په کې د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د کچالو پنځه زېرمتونونه او د مڼو او انارو دوه صفردرجې سړې خونې جوړول او پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۱۵ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي، چې له دې ډلې د ۵۷ پروژ چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړی دغه راز زیاتوي، چې ددغو پروژو ټولیز لګښت ۳۲میلیونه او ۷۹۳ زره او ۲۱۶ افغانۍ ده، چې د ۱ زر او ۵۸ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې وړتیا لري.

د هغه په وینا یادې پروژې، چې د کرنې وزارت له خوا طرحه او تمویل شوي دي، ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې او د کلیو د پراختیا یي شوراګانو په مرسته پلي شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...