اردوغان یو ځل بیا د فرانسې ولسمشر ذهني ناروغ بللی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ویلي چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون باید عقلي او ذهني معاینات وکړي.
نوموړي زیاته کړې، د اردوغان خبرو هره ورځ د مکرون فکر نارامه کړی وي.
اردوغان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د ده خبرې دومره هم بدې نه دي لکه مکرون یې چې اوري نو غوره ده چې ډاکتر ته لاړ شي او خپل ذهني معاینات بشپړ کړي.
اردوغان دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه کوي چې د نوموړي د همدې خبرو له امله فرانسې له ترکیې څخه خپل سفیر ورغوښتی دی او ویلي یې دي چې اردوغان باید له خپلې خولې سره پام وکړي