Home » افغانستان » اتمر: نړیوال په افغانستان کې د داسې نظام پلوي ده چې په کې ولسواکۍ ته درناوی وي
رویداد خبري آژانس

اتمر: نړیوال په افغانستان کې د داسې نظام پلوي ده چې په کې ولسواکۍ ته درناوی وي

حنیف اتمر وایي، نړیوال په افغانستان کې د داسې نظام پلوي ده چې په کې ولسواکۍ ته درناوی وي،نړیوال په افغانستان کې له هغه سولې ملاتړ کوي چې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر نن دوشنبه د دیسمبر ۱۴ ( لېنډۍ ۲۴) د ولسي جرګې ناستې ته د جنیوا کنفرانس په اړه معلومات ورکړل.

حنیف اتمر په خپلو خبرو کې وویل:” له افغان سولې د ملاتړ لپاره نړیواله اجماع موجوده ده خو نړیوال د هغه سولې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام، تېرو لاس ته راوړنو او رامنځ ته شوو پرمختګونو د حفظ او ساتنې سبب شي.”

نوموړي دغه راز وویل:” نړۍ یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې اوربند ته غاړه کېږدي.”

هغه جنیوا کنفرانس کې د ټولو هېوادونو له مرستو او همکاریو مننه کړې ده او په خبره یې د نړیوالو مالي ملاتړ وښوده چې افغانان یوازې نه دي او نړیوال یې تر څنګ ولاړ دي.

اتمر دا هم وویل چې افغان حکومت او افغانان دې تل پر نړیوالو مرستو اتکا نه کوي، ځکه دا امکان شته چې نړیوال له افغانستان سره خپلې مالي مرستې کمې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...