Home » افغانستان » آنتون بلینکن: د امریکا او طالبانو هوکړه په هر اړخیزه توګه اروزل کېږي
رویداد خبري آژانس

آنتون بلینکن: د امریکا او طالبانو هوکړه په هر اړخیزه توګه اروزل کېږي

د امریکا د نوي جوړېدونکي حکومت د بهرنیو چارو وزارت نومول شوی وزیر وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون په هر اړخیزه توګه ارزول کېږي.

آنتون بلینکن امریکایي سناتورانو ته د خبرو پر مهال ویلي تر دې دمه ددغه تړون له جزیاتو په بشپړه توګه نه دی خبر.

بلینکن په وینا دغه تړون به په دقیقه توګه ارزول کېږي او تر هغه وروسته به یې په اړه د بایډن حکومت دریځ خپلوي.

نوموړي دا هم ویلي چې امریکا له افغانستان وځي، په دې هېواد کې به خپله اوږده جګړه پای ته رسوي خو تر څنګ به یې هر څه ته په دقیقه توګه ګوري او ټول مسایل به په هر اړخیزه توګه ارزوي.

د بایډن د حکومت مهم غړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو تېره ورځ هم له امریکا ددغه تړون د ساتلو او پر هغه د عمل کولو غوښتنه کړې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...