Home » افغانستان » ینس سټولټنبرګ: په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو دی
رویداد خبري آژانس

ینس سټولټنبرګ: په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو دی

د شمالي اتلانتیک یا (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا د افغان سولې بهیر څخه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

نوموړي پرون جمعه اکتوبر۲۳(لړم۲) ناوخته د ناټو غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډې په وروستیو کې ویلي:”دوحه کې مذاکرات ژر ماتېدونکي«کمزوري» دي، خو د سولې لپاره بهترین فرصت دی، ټول افغانان باید له دغه تاریخي فرصت څخه استفاده وکړي.”

ښاغلي ستولټنبرګ یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو بللی او زیاته کړې ده چې طالبان باید د تاوتریخوالي په کمولو د اوربند ټینګېدو ته موقع برابره کړي.

د هغه په وینا په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ۱۲زره بهرني سرتیري حضور لري چې په وینا یې د یادو سرتیرو د شتون او له دغه هیواد څخه د وتلو په اړه به په ګډه تصمیم نیول کیږي.

د ناټو عمومي منشي ویلي:”د سرتیرو د شمېر تغیر په راتلوونکي د سولې خبرو کې د پرمختګ سره تړاو لري.”

د شمالي اتلانتیک یا ناټو دغه لوړپوړي چارواکي یو ځل بیا له طالبانو څخه غوښتي چې له القاعده او نورو وسله والو ډلو سره اړیکې قطعه کړي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې په ډېرو قربانیو سره تر لاسه شوي دي.

بین الافغاني مذاکرات چې له پرانیستل کېدو څخه یې څه باندې یوه میاشت تیریږي، خو لا هم د دواړو لورو مذاکراتي ډلې د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره د اختلافي مسائلو پر هواري توافق ته نه دي رسېدلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...