Home » سیمه او نړی » ګولډن: امریکا باید له افغان همکارانو سره خپلې ژمنې پوره کړي
جرد ګولډن

ګولډن: امریکا باید له افغان همکارانو سره خپلې ژمنې پوره کړي

د امریکا د استازو جرګې غړي جرد ګولډن د هغو افغانانو پر وړاندې د امریکا پر مسؤلیت ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځي ماموریت پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

ګولډن ویلي، په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت پر مهال یې له ګڼو افغانانو سره لیدلي، چې د امریکايي سرتېرو د امنیت د ټینګښت لپاره یې خپل او د کورنیو ژوند له خطر سره مخ کړی و.

نوموړي زیاته کړې، امریکا د دغو افغانانو پر وړاندې مسؤلیت لري او باید له هغو کسانو سره خپلې کړې ژمنې له پامه ونه غورځوي، چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې خدمت کړی دی.

هغه همدارنګه په امریکا کې د مېشتو هغو افغانانو لپاره د قانوني استوګنې د زمینې برابرولو په موخه د دوه‌ګوندي هڅو ملاتړ کړی، چې امنیتي ارزونې یې بشپړې کړې دي.

د جرد ګولډن د دفتر د اعلامیې له مخې، نوموړی د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۲مه د هغو هڅو سره یوځای شوی، چې موخه یې د امریکا د استازو جرګې د غړو د لاسلیکونو راټولول او د افغان وګړو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) د غځولو پر طرحې د رایې اچونې غوښتنه ده.

دغې طرحې موخه په امریکا کې د مېشتو واجد شرایطو افغانانو د جبري ایستلو مخنیوی او هغوی ته د ژوند او کار د دوام فرصت برابرول دي.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

شمالي وزیرستان کې د خلکو پر کرنیزو ځمکو پوځي تاسیسات جوړېږي

د پاکستان د شمالي وزیرستان ...