د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سولې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار د اوسني حکومت بدلون بولي او وايي، تر هغه چې د اوسني حکومت په رهبرۍ کې بدلون رانشي طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي.
حکمتیار ویلي، طالبانو د امریکا او پاکستان هغه غوښتنه رد کړې چې ګنې اشرف غني دې د یوه کال لپاره په واک کې پاتې شي.
نوموړی همدا راز وايي، پر جمهوریت د اشرف غني ټینګار د نظام ساتنې لپاره نه دی بلکې نوموړی اوسمهال خپله څوکۍ په خطر کې ویني او له همدې امله د جمهوریت پر دوام ټینګار لري.
حکمتیار وايي، د ارګ د متحدینو تر څنګ د مذاکراتي پلاوي ځینې غړي هم اوس په دې باور دي، چې سولې ته د رسېدو لار د یوې بلې ادارې رامنځته کېدل دي.
د حزب اسلامي مشر په داسې حال کې د موقت حکومت په جوړېدو ټینګار کوي، چې د حکومت د مذاکراتي پلاوو یو شمېر غړو هم ویلي وو چې د سولې د ټینګښت لپاره باید بله اداره رامنځته شي.