Home » اقتصادی » ګردېز کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکه فعاله شوه
رویداد خبري آژانس

ګردېز کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکه فعاله شوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکه فعاله شوه.

دغه فابریکه د رحیم ګردېزي ګروپ له خوا جوړه شوې چې د پرانیستې مراسمو ته یې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د کابینې د یو شمېر غړو په موجودیت کې په انلاین توګه وینا وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې په چهار چنارماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د پکتیا مرکز ګردېز څخه د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر واليان او یو شمېر نور مشران د ویډیو کنفرانس له لارې وصل و.

په خبرپاڼه کې دغه راز د ولسمشر غني له قوله راغلي چې د رحیم ګردېزي ګروپ ته به ددغې پانګونې او هڅونې په موخه مډال ورکړل شي.

د ولسمشر په وینا چې نوموړی د یوه صنعتي او صادراتي افغانستان غوښتونکی دی او دې برخه کې فرصتونو ته په کتو به سوداګرو او پانګه والو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي اړوند وزارتونو او ادارو او په ځانګړي ډول بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د افغانستان د صادراتو لپاره په بهر کې مارکېټ پیدا کړي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، په دې غونډه کې د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وویل، افغانستان د کال ۲۴ زره ټنه د ځڼغوزیو حاصلات لري چې له امله یې زرګونو کسانو ته کاري زمینې برابرېږي.

نوموړي له نورو پانګوالو د هېواد په داخل کې د پانګونې هیله وکړه او ډاډ یې ورکړ که پانګوال وغواړي دوی به ورته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې مراسمو کې د رحیم ګردېزي د ځنغوزیو د پروسس فابریکې رئیس محبوب الله ګردېزي وویل، دوی هڅه کوي چې د برېښنا په برخه کې هم پانګونه وکړي، تر څو خلکو ته په هېواد د ننه کاري فرصتونه برابر شي.

د نوموړي په وینا، ددې فابریکې په جوړېدو ۶۰۰ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی چې له فعالیت سره سم به په کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

په ورته مهال د ځنغوزیو کاروباریان د دې فابریکې جوړېدو ته خوښ دي او وایي چې په دې کار سره به یې ځنغوزي په ښه قیمت او نړیوال مارکېټ ته لاره پیدا کړي.

دوی وایي، له دې وړاندې یې ځنغوزي په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته وړل چې زیاته ګټه به یې د دوی په پرتله د قاچاقبرانو لاسته ورتله.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...