Home » سیمه او نړی » کیوبا کې د چورلکې نسکورېدو له کبله پنځه نظامیان وژل شوي

کیوبا کې د چورلکې نسکورېدو له کبله پنځه نظامیان وژل شوي


د کیوبا د وسله والو ځواکونو وزارت اعلان کړی دی چې په دغه هېواد کې د یوې چورلکې نسکورېدو پېښه کې پنځه نظامیان وژل شوي دي.


دا چورلکه له هولګوین ولایت نه را الوتې وه خو ګوانتنامو ته نږدې یې سقوط کړی دی او پکې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.


چارواکي وایي چې چورلکه له یوې تپې سره د ټکر له امله را غورځېدلې ده.

د چارواکو په خبره، تر اوسه د چورلکې د نسکورېدو لامل څرګند نه دی خو په خبره یې پولیسو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...