د کونړ ولایت چارواکي وایي، چې د ملي امنیت ادارې په هڅو د داعش ۱۰ جنګیالیو په ګډون ۱۵ وسله والو طالبانو پنځلس کسیزې ډلې د تاوتریخوالي لاس اخیستی او افغان دولت ته تسلیم شوي دي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، یادو وسله والو په څوکۍ، وټه پور او پېج درې ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول، چې په یوځای کېدو سره به یې د یادو سیمو په امنیت کې بهبود رامنځته شي.
نوموړي وویل، هڅې دوام لري او نږدې ورځو کې به د وسله والو بله ډله هم د سولې له بهیر سره یوځای شي.
د کونړ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو وسله والو ډلګیو قومندانانو مهتاب او فاروق د څرګندونو په مهال په تیرو کړنو د پښېمانۍ ښودلو ترڅنګ په خپلو نورو ملګرو هم غږ وکړ، چې د تاوتریخوالي لاس واخلي او د سوله ییز ژوند په غوره کولو د ټولنې پرمختګ لپاره هڅې وکړي.