Home » افغانستان » کندهار کې د جګړو له کبله زرګونه کورنۍ بېځایه شوي
رویداد خبري آژانس

کندهار کې د جګړو له کبله زرګونه کورنۍ بېځایه شوي

د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې جګړې او نښتې روانې دي چې له امله یې زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي او سلګونه ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

جګړه کې بند پاتې ملکي کسان وايي، د جګړې یو لوري یې له کورونو سنګرونه جوړ کړي خو بل لوري یې بیا همدغه مېنې د هوايي او ځمکنیو بریدونو هدف ګرځولي دي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، جګړه کې بریالي شوي او هغه پلانونه یې شنډ کړي چې د ولسوالیو له لارې د ښار د سقوط په هدف جوړ شوي وو خو لا هم جګړه روانه ده او دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې راپورونه هم ترې ورکول کېږي.

په ورته مهال د دفاع وزارت د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا چې د کندهار د ارغنداب د جګړې مشري یې پر غاړه اخیستې وايي، جګړه کې یې د ملکي وګړو خوندیتوب لومړیتوب دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...