د افغانستان د کرنې وزارت وایي، چې د پراختیایي بودیجې څخه د اته میلیونه افغانیو په لکښت د اوبو د مهارولو د یوې بند چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کندهار د اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې ددې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبومهارولو او د خاورې د تخریب د مخنیوی په برخه کې ۸۳ بېلابېلې پروژې پلي شوي دي.
د کندهار د کرنې، ریاست رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې یاد بند د ارغستان ولسوالۍ د جنګ ژورې په سیمه کې د موسمي اوبو راګرځولو او زېرمه کولو لپاره جوړه شوې ده، چې د ۱۱۵زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
د ښاغلي سیدي په خبره یاد بند به څه باندې اته زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راولي او دغه راز نوی جوړ شوی بند به وکولای شي، چې د ځمکې لاندې اوبه تقویه کړي، چې په پایله کې به یې کاریزونو او څاګانو کې اوبو ډېر او د خاورې د تخریب او سېلابونو مخه به ډب کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د ارغستان ولسوالۍ د خلکو په غوښته په تېرو دوو کلونو کې ددې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د اوبو مهارولو او دخاورې د تخریب د مخنوی په برخه کې ۸۳ پروژې پلي شوي دي.
د یاد ریاست رییس وویل، چې په دغو پلي شویو پروژو کې «سربندونه، کوچني کانګړېټي چکډمونه، د اوبو زېرمه کولو خاورین حوزونه او ژورې څاګانې کېندل شامل دي، چې له دغو پلي شویو پروژو څخه ددې ولسوالۍ زرګونه اوسیدونکي ګټه پورته کوي.
نوموړي ویلي چې د دې ولسوالۍ د کرنې د ودې په موخه په نږدې راتلونکې کې به په دې ولسوالۍ کې یوشمېر نورې پروژې هم پلي شي.