د کندز ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ولایت په کچه څه باندې۳۰۰ جریبه د املوکو بڼونه شتون لري، چې د املوکو سږني حاصلات یې ۹۹ ټنو ته رسېدلی.
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق وايي، چې د کندز په ټولو ولسوالیو کې د املوکو بڼونه شتون لري، خو ددې ولایت د مرکز په ګډون د امام صاحب، دشت ارچي، قلعه ذال، کلباد او چهار درې ولسوالیو کې د املوکو بڼونه ډېر دي.

نوموړی دغه راز زیاتوی، چې کندز کې دوه ډوله املوک کېږي او ښه پایله یې هم ورکړې ده.
هغه زیاته کړې چې په کندز کې د نورو ارزښت لرونکو مېوو ترڅنګ د املکو بڼونه هم کال تر بلې په پراخېدو دي، چې حاصلات یې هم ورسره کال تر بلې زیاتېږي.