د خېبر پښتونخوا پوليسو مشر ويلي، د کرک په داود شاه بانډه سیمه کې يې ۳۱ مشکوک کسان د هندوانو د یوه معبد د ورانولو او سوځولو په تور نیولي دي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د ډېسمبر پر ۳۰مه د (مرغومي ۱۰) پر معبد تر ۴۰۰ زياتو کسانو د حملې ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې وه.
ثنا الله عباسي د ډېسېمبر پر ۳۱ مه د کرک په ټېري کلي کې خبريالانو ته وويل تر ۳۰۰ زياتو کسانو خلاف مقدمه درج شوې ده.
په نيولیو کې د جميعت علمای اسلام يو سیاستوال او پخوانی ضلعي ناظم رحمت سلام خټک هم شامل دی.
عباسي چې له ځينو نورو پوليس چارواکو او انتظامي مشرانو سره د پېښې ځای ته ورغلی وو، زیاته کړه چې هېچا ته د “مذهبي ګډوډۍ” پيدا کولو اجازه نه ورکوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، په ټېري کې زیارت د هندوانو ملکیت وو او هغوی په تېرو وختونو کې د نورې ځمکې په اخیستو د زیارت سیمه پراخوله چې له وجې یې لانجه جوړه شوه.
د ځینو راپورونو له مخې د کرک ټېري زیارت پېښه له هغې وروسته شوې چې کله یو ځای ملا په دغه زیارت کې د نوې ابادۍ خلاف خبرې وکړې، او د ځمکي پر سر لانجه جوړه شوه چې له وړاندې نه پرې شخړه روانه وه.
د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې ویډیو خپره شوه چې پکې ځايي خلک د هندوانو یو زوړ زیارت ورانوي.
د کرک په ټېري سیمه کې پارېدولیو خلکو د الله اکبر نعرې هم وهلې.