د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه فراه کې ۲۹۰ شنې خونې جوړې کړي دي
د افغانستان دکرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په تېرو دریو کلونو کې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له لارې په فراه ولایت کې ۲۹۰ وړې او لویې شنې خونې جوړې کړي دي.
د کرنې وزارت وایي، ددغو شنوخونو له ډلې ۱۸۱ یې لویې او ۱۰۹ یې وړې شنې خونې دي.

د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه د کرنې وزارت د هغو پروژو په ډله کې ده، چې په هېواد کې د کوکنارو د کرکېلي د کچې ټیټولو او د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو توکو دودولو په برخه کې فعالیت کوي.