تېرو درو کلونو کې فراه کې یوزر او ۲۴۷ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې «CBARD» له لارې په تېرو درو کلونو کې په دې ولایت کې یو زر او ۲۴۷ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي.
د کرنې وزارت وایي چې دغه بڼونه د فراه ولایت په خاک سفید او پشت رود ولسوالیو کې جوړې شوي دي، د انارو، انګورو، شفتالو، آلو، عنابو، ناک او بادامو بڼونه په کې شاملې دي.
دغه راز د یادې پروژې له لارې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ ۲۶۲ کڅوړې وېشل شوي او انګورو بڼوالو ته ۳۰ ممیزخونې هم جوړې شوي دي.