د افغانستان د کرنې وزارت وایي راتلونکی کال په هېواد کې د وچکالۍ احتمال شته چې ورسره جوخت د غلې دانې اړتیا هم ډېرېږي.
ددغه وزارت وزیر انورالحق احدي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په راتلونکي ۱۴۰۰ کال کې په هېواد کې شاوخوا درې میلیونه ټنه غلې ته اړتیا پېښېږي.
د ښاغلي احدي په خبره راتلونکی کال به وچکالي د غنمو او نورو توکو په حاصلاتو کې کموالی راولي نو له همدې امله ښایي دوی د ۲،۹ میلیونه ټنه غنمو له کمبود سره مخ شي.
احدي وايي چې همدا اوس هم دوی د ۱،۵ میلیونه ټنو غلې کمبود لري چې د وچکالۍ په ډېرېدو سره به دا اړتیا لوړه شي.
هغه ویلي چې دوی له بهرنیو هېوادونو د غنمو د اخیستلو په لټه کې دي خو تر څنګ یې له نړیوالو مرستندویه موسسو هم د مرستو غوښتنه کوي.
احدي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې اټکل کېږي روان کال به په ورښتونو کې ۳۰ سلنه کموالی راشي او د هېواد ځینې برخې به د وچکالۍ له امله زیانمنې شي.