د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي چې افغانان د سولې د بهیر ننګه کوي خو « د افغانستان په اړه د پاکستان او امریکا معامله نه منو او په وړاندې به یې مقاومت کوو.«
ولسمشر کرزي له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کې وویل: «د سولې بهیر چې امریکا رامنځ ته کړی، موږ وینو چې د پاکستان سره په عالي هماهنګۍ سره روان دی.
موږ د سولې په بهیر کې د پاکستان رول درک کوو.
خو موږ ته سوله بل څه ده او د امریکا او پاکستان ترمنځ موافقه یوه بله متفاوته موضوع ده.»نوموړي وویل چې دا ډول معاملې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته هم شوې وې چې افغانان یې له بدبختیو سره مخامخ کړل.
ښاغلي کرزي وویل چې د چین او روسیې په ګډون باید د افغانستان ټول ګاونډیان له امریکا سره په تفاهم او همکارۍ سره د افغانستان د سولې ننګه وکړي.
کرزي زیاته کړې چې،د پردې تر شا باید هېڅ معامله او برنامه نه وي.
موږ شفافیت غواړو موږ نغواړو چې افغانستان د نورو هېوادونو د ګټو د تضاد ځای وي.
حامد کرزی وایي چې افغانستان باید د رقابتونو ځای نه وي، موږ رنځ ګاللی دی.
موږ غواړو چې افغانستان د همکارۍ ځای وي.
کرزی وایي افغانان د بهرنیو هدفونو لپاره وژل کیږي.»او که امریکا او پاکستان په رښتیا هم وغواړي په افغانستان کې به سوله راشي او په خبره یې افغانان به یې هم هرکلی وکړي.