د بدلون کاروان چارواکي وایي، په دې وروستیو کې په کابل او د هېواد نورو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي، د بیان پر ازادۍ بریدونه کېږي د عدالت غوښتنکو غږونه خپ کېږي او کادرونه ټارګېټ کېږي. چې په دې کې د حکومت بې کفایتي او ناغېړي په ګوته کوي.
د بدلون کاروان ټولنيز او سياسي خوځښت د تېرې پجشنبې په ورځ د دېسمبر ۳۱مه ) مرغومي ۱۱) د “افغان انسان د بدلون په لټه کې” ترعنوان لاندې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې د ولس د سر او مال ساتنه د حکومت مسولیت دی، او پر امنیتي میثاق دې بیا کتنه وشي او د ټولو هغو کسانو پر وړاندې دې پرېکنده ګامونه پورته کړي، چې د افغانستان علمي، ټولنیز او سیاسي کادرونه او خبریالان ترور کوي.

د بدلون کاروان دغه راز له نړیوالو غوښتي چې د هدفي وژنو د عاملینو په پلټنو او د دې خورا بدې لړۍ په مخنیوي کې خپل رول ادا کړي او بې پرې دې نه پاتې کېږي.
د بدلون کاروان ټولنيز او سياسي خوځښت پر افغان حکومتي چارواکو غږ کړی دی چې د جمهوریت تمثمیل دې نه کوي او حکومت رهبري دې د مشخصو کړیو له انحصاره راوباسي. وړ او په کار پوه کسان دې راوستل شي چې ولس په دولت کې ځان وویني، د حکومت او ولس واټن راکم کړلای شي او په حقیقي توګه ولسونو ته کار وشي.
د بدلون کاروان په دغه کنفرانس کې زیاته کړې، دا چې افغان حکومت او طالبان له څو میاشتني ځنډ وروسته د سولې او بین الافغاني مذاکراتو پر اجنډا سره سلا شول، د نېکمرغۍ خبره ده؛ خو له بده مرغه لا هم جګړه شدت کې روانه ده او د جګړې د دې اور خاشاک ولس دی.

یاد کاروان ویلي، چې د اسلام په تاریخ کې کله هم داسې نه دي شوي، چې هم دې جګړه روانه وي او هم دې د سولې خبرې کېږي. دا له ولس سره بې عدالتي او ظلم دی، چې د سولې خبرې د جګړې په تودو لمبو کې کېږي.
بدلون کاروان د جکړې پر ټولو اړخونو، امریکا، اروپایي ټولنې، یوناما او نړیوالو غږ کړی دی، چې د افغان حکومت او طالبانو تحریک تر منځ دې تر هر څه وړاندې اوربند ته لاره پرانېزي؛ ولس دې پر اورکم او نورو نویو اصطلاحاتو نه تېر اېستل کېږي.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په کابل او یوشمېر ولایتونو کې هدفي وژنې او ترور زیات شوي دي، تېره ورځ هم بسم الله عادل ایماق په نوم د غور غږ رادیو مدیر وو د دې ولایت په فیروز کوه ښار کې د ناپېژنده وسله والو لخوا ترور شو.