Home » افغانستان » کابل کې ۱۳کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي
رویداد خبري آژانس

کابل کې ۱۳کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

په کابل کې ۱۳ کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ نن شنبه (د کب ۲۳مه نېټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د اُپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

پردغو کسانو د وسله والو غلاوو، وژنې، د غیرقانوني وسلو د لېږد او داسې نور تورونه پورې دي.

اعلامیه زیاتوي چې له دغو کسانو څخه څلور میله وسله هم ترلاسه شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...